۰

ملګري ملتونه: امریکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي

پنجشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۸
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې په روان وضعیت په ځانګړې ډول په بېوزلۍ ژوره اندېښنه ښودلې او له نړیوالو یې له دغه هېواد سره د همکارۍ او مرستو غوښتنه کړې ده.
ملګري ملتونه: امریکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې په روان وضعیت په ځانګړې ډول په بېوزلۍ ژوره اندېښنه ښودلې او له نړیوالو یې له دغه هېواد سره د همکارۍ او مرستو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبې د لړم ۲۶ مه د افغانستان په اړه غونډه درلوده، چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم ګډون کړی و.

نوموړې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ او ټینګار یې وکړ، چې د افغانان پرېښودل به یوه تاریخي تېروتنه وي.

مېرمن لاینز د افغانستان روان وضعیت ترینګلی وباله او زیاته یې کړه، چې نړیوال باید په افغانستان کې له نوي حکومت سره همکاري ډېره کړي او دلته خلک له بشري ناورین څخه وژغوري.

لاینز وایي افغانستان اوس له داسې یوه ناورین سره مخ دی چې مخنیوی یې کېدلی شي او امریکا ته په کار ده چې د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د ملګرو ملتونو استازې زیاته کړه، دمګړی د شتمنیو د کنګل کېدو له امله له افغانستان سره سوداګري په ټپه ولاړه ده، بانکي خدمات فلجېږي، اقتصادي وضعیت ترینګلی کېږي او له همدې امله بې ثباتي رامنځ ته شوې ده.

 هغې و ویل، د طالبانو په واکمنیدو سره، د افغانستان خلک اوس احساس کوي چې هېر شوي، یوازې پرېښودل شوي او په داسې شرایطو کې چې د هغوی ملامتي نه ده مجازات شوي دي.

دې زیاته کړه، چې د اقلیتونو د حقونو، د میرمنو د حقونو، د نجونو د زده کړو، ځورونو، همه شموله حکومت او غیر قانوني وژنو په شان د نړیوالې ټولنې اندیښنې له طالبانو سره شریکې کړي او په اکثریت موارد کې طالبانو ویلي دي چې تیروتنې شوې او هڅه کېږي چې رسیدګي ورته وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي