د چین د بشري مرستو یوه محموله کابل ته د رسېدو په حال کې ده

30 عقرب 1400 ساعت 9:10

کابل کې د چین سفارت اعلان کړی، چې د افغانستان سره د بشري مرستو یوه محموله له دغه چین څخه د کابل پر لور د لېږد په حال کې ده.


کابل کې د چین سفارت اعلان کړی، چې د افغانستان سره د بشري مرستو یوه محموله له دغه چین څخه د کابل پر لور د لېږد په حال کې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سفیر وانګ يي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له ۱۰۰۰ ټن څخه زیات خوراکي توکي او البسه له سین کیانګ څخه د کابل په لور د لېږد په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه محموله کې ډوډۍ، وچې شیدې، چای، ګرم لباس، بوټونه او کمپلې شاملې دي.

سفیر ویلي، چې دوی د جولای میاشت څخه تر اوسه پورې له ۲۶۰۰ ټنه زیاتې بشري مرستې افغانستان ته لېږدولې دي.

د چین سفر د بشري مرستو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د ورستیو راپورنو له مخې له ۲۳ میلیونه زیات افغانان همدا اوس د لوږې سره مخ دي او که په وخت مرستې ورته ونه رسېږي ناورین به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144822

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144822/

جمهور
  https://www.jomhornews.com