۰

د چین د بشري مرستو یوه محموله کابل ته د رسېدو په حال کې ده

یکشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۰
کابل کې د چین سفارت اعلان کړی، چې د افغانستان سره د بشري مرستو یوه محموله له دغه چین څخه د کابل پر لور د لېږد په حال کې ده.
د چین د بشري مرستو یوه محموله کابل ته د رسېدو په حال کې ده
کابل کې د چین سفارت اعلان کړی، چې د افغانستان سره د بشري مرستو یوه محموله له دغه چین څخه د کابل پر لور د لېږد په حال کې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سفیر وانګ يي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له ۱۰۰۰ ټن څخه زیات خوراکي توکي او البسه له سین کیانګ څخه د کابل په لور د لېږد په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه محموله کې ډوډۍ، وچې شیدې، چای، ګرم لباس، بوټونه او کمپلې شاملې دي.

سفیر ویلي، چې دوی د جولای میاشت څخه تر اوسه پورې له ۲۶۰۰ ټنه زیاتې بشري مرستې افغانستان ته لېږدولې دي.

د چین سفر د بشري مرستو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د ورستیو راپورنو له مخې له ۲۳ میلیونه زیات افغانان همدا اوس د لوږې سره مخ دي او که په وخت مرستې ورته ونه رسېږي ناورین به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي