۰

متحده عربي اماراتو بېرته کابل کې خپل سفارت پرانیست

یکشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۴
د افغانستان د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د خپل بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانېست.
متحده عربي اماراتو بېرته کابل کې خپل سفارت پرانیست
د افغانستان د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د خپل بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانېست.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دا د نورو مثبتو ګامونو په لور یو مثبت ګام.

نوموړي زیاته کړې، چې متحده عرب امارات او افغانستان پخوانۍ ښې اړیکې لري او دغه اړیکې باید لا غښتلې او پياوړی شي.

متحده عربي امارت پر داسې مهال په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په وینا ډېر ژر به ګڼ نور هېوادونه هم په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.

ښاغلي متقي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، ان د اروپا او ناټو ځینې غړي هېوادونه به هم په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي