طالبانو د جنرال عبدالرارق د پولیسو اکاډمۍ نوم په ابودجانه بدل کړ

1 قوس 1400 ساعت 8:47

طالبانو د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ نوم اړولی او پر هغه یې د هغه کس نوم اېښی، چې جنرال عبدالرازق یې و واژه.


طالبانو د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ نوم اړولی او پر هغه یې د هغه کس نوم اېښی، چې جنرال عبدالرازق یې و واژه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو یوه غړي محمد جلال پر خپله ټوېټر پاڼه هغه عکس هم خپور کړی، چې د دغه اکامۍ تابلو په کې تغیر شوې ده.

په دغه تابلو کې د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ پر ځای د ابودجانه د پولیسو اکاډمي لیکل شوې ده.

د یادونې ده ابودجانه د طالبانو هغه نفوذي غړی او د کندهار د هغه وخت د والي جنرال زلمي ویسا ساتونکی و، چې درې کاله وړاندې یې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له یوې امنیتي غونډې وروسته په ډزو و واژه.

په دغه غونډه کې له جنرال عبدالرازق سره د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم و خو هغه ته هېڅ ډول زیان ونه رسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144865

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144865/

جمهور
  https://www.jomhornews.com