۰

طالبانو د جنرال عبدالرارق د پولیسو اکاډمۍ نوم په ابودجانه بدل کړ

دوشنبه ۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۷
طالبانو د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ نوم اړولی او پر هغه یې د هغه کس نوم اېښی، چې جنرال عبدالرازق یې و واژه.
طالبانو د جنرال عبدالرارق د پولیسو اکاډمۍ نوم په ابودجانه بدل کړ
طالبانو د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ نوم اړولی او پر هغه یې د هغه کس نوم اېښی، چې جنرال عبدالرازق یې و واژه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو یوه غړي محمد جلال پر خپله ټوېټر پاڼه هغه عکس هم خپور کړی، چې د دغه اکامۍ تابلو په کې تغیر شوې ده.

په دغه تابلو کې د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ پر ځای د ابودجانه د پولیسو اکاډمي لیکل شوې ده.

د یادونې ده ابودجانه د طالبانو هغه نفوذي غړی او د کندهار د هغه وخت د والي جنرال زلمي ویسا ساتونکی و، چې درې کاله وړاندې یې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له یوې امنیتي غونډې وروسته په ډزو و واژه.

په دغه غونډه کې له جنرال عبدالرازق سره د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم و خو هغه ته هېڅ ډول زیان ونه رسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي