د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې مشرې سمیرا حمیدي د افغانستان اوسنی وضعیت وېروونکی، د خپګان وړ او د دې په خبره غیر انساني بللی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخي مېرمن حمیدي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لړم ۳۰ مه په خپل ټوېټر لیکلي او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان کې خلک خپل ماشومان د خوراکي توکو او پیسو لپاره پلوري.
دغه راز نوموړې ویلي، افغانستان کې بشري حقونه بې مانا ښکاري او په وینا یې ۳۵ میلیونه وګړي په دغه هېواد کې یرغمل نیول شوي دي.
حمیدي مخکې هم له دې چې ملیونونه افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته نهشي تللی د طالبانو په حکومت تُندې نیوکې کړې وې.
اسلامي امارت تر اوسه د مېرمن حمیدي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې له دې یې ویلي افغانستان کې وضعیت دومره هم نه دی بحراني لکه غربي مډیا چې ورته تبلیغات کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل