۰
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر:

د کرکټ نړیوال شورا پر وړاندیزونو مو کار پیل کړی، ژر به ستونزې حل شي

دوشنبه ۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۹
د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست مشر میرویس اشرف وايي، د کرکت نړیوالې شورا د غوښتنو او وړاندیزونو په پوره کولو یې کار پیل کړی دی.
د کرکټ نړیوال شورا پر وړاندیزونو مو کار پیل کړی، ژر به ستونزې حل شي
د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست مشر میرویس اشرف وايي، د کرکت نړیوالې شورا د غوښتنو او وړاندیزونو په پوره کولو یې کار پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اشرف له امریکا غږ سره مرکه کې ټینګار کړی، چې دوی به ژر دغه غوښتنې او وړاندیزونه پوره او د کرکټ نړیوالې شورا ته به یې وسپاري.

د کرکټ‌ نړیواله شورا غواړي پوهه شي چې د بورډ مشرتابه د افغانستان د کرکټ بورډ د اساسنامې په اساس ټاکل شوی او «واکمن نظام» یې په چارو کې مداخله نکوي او خپلو کارونو ته یې پرېږدي.

یادې شورا د دغه کار لپاره یوه کاري کمېټه ټاکلې او د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست مشر وايي، د کرکټ د نړیوالې شورا له دغې کاري ډلې سره به له نژدې کار کوي.

میرویس اشرف وايي، واکمن نظام په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ پوره ننګه کوي او د مشر په توګه هغه ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي هیله وښوده چې د کرکټ د نړیوالې شورا ډاډ ترلاسه کوي او وايي، دغې شورا د افغانستان کرکت سره په خپلو همکاریو تاکید کړی دی.

د کرکټ‌ نړیوالې شورا غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د طالبانو حکومت د کرکټ د متوازن پرمختګ لپاره ژمن دی.

د دغه شورا په اعلامیه کې ویل شوي، د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان کرکټ د ملاتړ دوام ته ژمنه ده چې د هلکانو او نجونو کرکټ وده وکړي او پر مخ ولاړ شي.‌

اعلامیه کې ویل شوي«موږ باور لرو چې د دغه کار د ترسره کولو لپاره تر ټولو اغیز ناکه لاره دا ده چې د خپل غړي (افغانستان) د هڅو ننګه وکړو چې د نوي حکومت سره د اړیکو له لارې دا هدف ترلاسه کړي.»

د کرکټ نړیوالې شورا همدغه راز ویلي دي چې باید په افغانستان کې د کرکټ ارزښت وساتل شي.

په اعلامیې کې د مشر ګرېک بارکليله خولې ویل شوي«موږ باید دا حیثیت خوندي وساتو او د افغانستان د کرکټ بورډ په واسطه د تغیراتو راوستلو هڅه وکړو، خو موږ به حالت له نژدې څارو او حالت ته په کتو به اقدام کوي.»

د یادونې ده، څو ورځې مخکې د کرکټ د نړیوالې شورا عمومي غونډه وه چې په کې د افغانستان ته د ګډون اجازه ورنه کړړل شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي