د مالیزیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر داتوک کاماردوین جعفر وايي، طالبان دې په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جعفر ټینګار کړي، چې مالیزیا به په قطر کې د خپل سفارت له لارې له طالبانو سره اړیکې کې وي.
ده ویلي، طالبان باید افغانستان کې داسې نوی حکومت رامنځته کړي، چې د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه پکې تضمین وي.
مالیزیا په تېره سپتمبر میاشت کې وویل، چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د ټول شموله حکومت جوړیدل د نړۍ د زیاتو هېوادونو او افغانانو غوښتنه ده، چې په پرله پسې توګه له طالبانو څخه کیږي.
جمهورخبري آژانس:کابل