۰

اسلامي امارت: د رسنیو اړوند خپور شوی مکتوب یوازې توصیه ده

سی شنبه ۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۶
د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د رسنیو اړوند خپور شوی مکتوب یوازې یوه توصیه ده.
اسلامي امارت: د رسنیو اړوند خپور شوی مکتوب یوازې توصیه ده
د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د رسنیو اړوند خپور شوی مکتوب یوازې یوه توصیه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کریمي د دغه مکتوب په اړه چې پکې له رسنیو څخه د خپرونو د سمونې غوښتنه شوې وه ویلي، د رسنیو اړوند خپور شوی مکتوب یوازې یوه توصیه وه او عملي کول یې جبري نه دي.

کریمي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې دغه راز رسنۍ د یو نظام لپاره مهمې او ارزښتناکې بللې دي او ټینګار یې کړی دی چې دوی یې ملاتړ ته ژمن دي.

نوموړي ویلي، رسنۍ د ممبر ارزښت لري نو لازمه ده، چې خپل رسالت په ښه توګه ادا کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې اسلامي امارت د یو مکتوب په خپرولو سره له رسنیو څخه غوښتنه کړې وه چې باید د داسې خپرونو، ډرامو او فلمونو له خپرولو ډډه وکړي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي