۰
سټاریپز نشریه:

امریکا ته تللي زرګونه افغان کډوال بې برخلیکه دي

چهارشنبه ۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۶
امریکايي سټاريپز نشریې په امریکا کې د افغان کډوالو له وضعیت راپور ورکړی وايي، زرګونه افغان کډوال تر دې دمه بې برخلیکه دي.
امریکا ته تللي زرګونه افغان کډوال بې برخلیکه دي
امریکايي سټاريپز نشریې په امریکا کې د افغان کډوالو له وضعیت راپور ورکړی وايي، زرګونه افغان کډوال تر دې دمه بې برخلیکه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نشریې زیاته کړې، چې دغه افغان کډوال د امریکا په بېلا بېلو نظامي اډو کې پراته دي او د خپل برخلیک په اړه اندېښنه لري.

په راپور کې ویل شوي، داسې کېمپونه شته چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې افغانان پکې پراته دي، خو تر دې دمه یې برخلیک روښانه نه دی.

په ورته وخت امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي، دوی هڅه کوي ژر تر ژره د دغه افغانانو لپاره د هستوګنځایونو د برابرولو اقدام وکړي او له روان وضعیت یې وژغوري.

په امریکا کې داسې نظامي اډه هم شته چې زرګونه افغانان له خپلو کورنیو سره پکې مېشت دي او تر خېمو لاندې ژوند کوي.

دوی له امریکايي حکومت غواړي چې ژر تر ژره یې برخلیک روښانه کړل شي.

دغه کډوال له افغانستان څخه د امریکايی سرتېرو د وتلو پر مهال له هغوی سره یو ځای له افغانستان څخه وتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي