د افغانستان لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالب چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، امریکا د افغانستان د وروستیو قضیو په تړاو کوم مسوولیت نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد له سي اېن اېن تلوېزیون سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا د بشردوستانه مرستو لپاره پر افغانستان برید نه و کړی.
بلکې په وینا یې امریکا د خپلو خطراتو او ګواښونو د دفع کولو لپاره افغانستان ته ورغلې وه او له ختمولو وروسته یې بېرته و وته.
نوموړي دا هم ویلي، دوی له افغان ځواکونو سره خیانت ځکه نه دی کړی، چې هغوی د امریکا لپاره نه د افغانستان لپاره جنګیدل او خپله ماتې سره مخ شول.
خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالب چارواکو څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین مسوولیت امریکا او نړیوالې ټولنې ته ورګرځي.
دا خبره نه یوازې طالبان بلکې خپله لوړ پوړي امریکايي چارواکي، د کانګرېس غړي او سیاسي شنونکي هم کوي او د افغانستان د اوسنی وضعیت لامل امریکا بولي.
ځینو امریکايي شنوونکو او د کانګرس غړو په وار وار ویلي، چې خلیلزاد په خپله دنده کې ناکام و او طالبانو ته یې خبرو کې ډېر امتیازات ورکړل.
ان د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو څو ځله ویلي، چې د بایډن د ادارې له خوا د افغانستانه وتلو پرېکړه د امریکا لپاره تاریخي شرموونکي پېښه وه او مسوولیت یې د بایډن په ادارې دی.
د امریکا د پوځ یو متقاعد ډګروال اندرو میلبرن له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي و، د افغانستان د اوسنی وضعیت مسوول یې بایډن دی.
نوموړي ویلي«کله چې د امریکا پوځي چارواکي پوهېدل، چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل به له خطره خالي نه وي، نو باید د بایډن د تصمیم د بې ځایه سرتمبګي پر وړاندې درېدلي وای او په ډېر عزت یې استعفا وړاندې کړې وای.»
میلبرن د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت پر بایډن او د هغه پر ناکامو پوځي چارواکو ور اچولی وايي، امریکا باید دومره په اساني د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې نه وای بربادې کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل