۰

ناټو غونډه جوړوي، د افغانستان په اړه به هم خبرې په کې وشي

شنبی ۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۴
 ټاکل شوې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران پر یوه غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم بحث وکړي.
ناټو غونډه جوړوي، د افغانستان په اړه به هم خبرې په کې وشي
 ټاکل شوې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران پر یوه غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم بحث وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه غونډه به د را روانې اوسنۍ د سه شنبې او چهار شنبې په ورځو د لاتویا پلازمېنه ریګا کې جوړه شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون ماښام د لیندۍ ۵ مه بروکسل کې خبریالانو ته ویلي، چې په دې غونډه کې به پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د وروسته حالت په اړه بحث وشي.

نوموړي ویلي»د بهرنیو چارو وزیران به پر افغانستان هم بحث وکړي، په اګسټ میاشت کې د افغان حکومت او وسله والو ځواکونو له ناڅاپي ړنګېدو وروسته ما د ناټو د غونډې په اړه یوه هر اړخیزه ارزونه پیل کړه.»

سټولټنبرګ دا ونه ویل، چې د ناټو د غړو هېوادونو وزیران به د افغانستان په اړه پر کومو مشخصو مسایلو خبرې وکړي، خو یادونه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو لپاره د طالبانو بیا راتګ یوه تراژیدي ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي