د ۵۰ هېوادونو استازي:

طالبان دې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي!

6 قوس 1400 ساعت 9:15

د اروپا او اسیا څه باندې پنځوسو هېوادنو پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.


د اروپا او اسیا څه باندې پنځوسو هېوادنو پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسیا- اروپا په ۱۳مه سرمشریزه کې چې کوربه یې د کمبودیا مشر هون سین او په انلاین بڼه وه، د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه وښوده.

د دغه هېوادونو استازو په خپلو خبرو کې په ټینګار سره د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې ترهګرو ډولو ته هلته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د سرمشریزې ګډونوالو پرون له غونډې وروسته په یوه بیان کې موافقه وکړه چې افغانستان باید بیا هېڅ کله د تروریستانو په خوندي ځاله بدل نه شي.

دوی پر طالبانو هم غږ وکړ چې له تروریستي ډلو سره اړیکي پرې کړي.

طالبانو د دې سرمشریزې د اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې پرله پسې ټېنګار کړی چې دوی له نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکي نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145022

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145022/

جمهور
  https://www.jomhornews.com