د اروپا او اسیا څه باندې پنځوسو هېوادنو پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسیا- اروپا په ۱۳مه سرمشریزه کې چې کوربه یې د کمبودیا مشر هون سین او په انلاین بڼه وه، د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه وښوده.
د دغه هېوادونو استازو په خپلو خبرو کې په ټینګار سره د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې ترهګرو ډولو ته هلته د فعالیت اجازه ورنه کړي.
د سرمشریزې ګډونوالو پرون له غونډې وروسته په یوه بیان کې موافقه وکړه چې افغانستان باید بیا هېڅ کله د تروریستانو په خوندي ځاله بدل نه شي.
دوی پر طالبانو هم غږ وکړ چې له تروریستي ډلو سره اړیکي پرې کړي.
طالبانو د دې سرمشریزې د اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې پرله پسې ټېنګار کړی چې دوی له نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکي نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل