د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، چې د افغانیو د ارزښت ساتلو او لوړولو لپاره به یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېټه د یادې خونې، مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت او بانکونو ټولنې له استازو سره به ګډه جوړېږي.
د سوداګرۍ خونې په یوه اعلامیه کې چې نن شنبې د لیندۍ ۶ مه خپره شوې راغلي، چې دغه کمېټه به د افغانیو د ارزښت د ساتلو او لوړولو لپاره کار کوي.
خپره شوې ويل شوي، د دغه کمېټې رامنځته کېدل د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو او په بازار کې د نرخونو ثبات ساتلو لپاره اړين ګام ياد شوی.
سرچینه وايي، د سوداګرو ستونزو، په بانکونو کې خپلو پیسو ته د سوداګرو د نه لاسرسي او په بازارونو کې يې په نرخونو د ناوړه اغېزو او نورو موضوعاتو په اړه به هم د دې کمېټې له لارې اغيزمن ګامونه پورته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل