۰
ملت ته د رییس الوزرا وینا:

د رزق وعده امارت نه بلکې، الله ج درکړې، پر اسلامي نظام شکر وباسۍ

یکشنبه ۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
واک ته د طالبانو له رسېدو درې میاشتې وروسته په لومړي ځل د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند ولس ته خپله لومړنۍ وینا وکړه.
د رزق وعده امارت نه بلکې، الله ج درکړې، پر اسلامي نظام شکر وباسۍ
واک ته د طالبانو له رسېدو درې میاشتې وروسته په لومړي ځل د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند ولس ته خپله لومړنۍ وینا وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وینا چې تېره شپه د تلوېزیون له لارې خپره شوه په کې ملا محمد حسن اخند پر ولس غږ وکړ، چې د اسلامي نظام په راتګ شکر وباسي او کفران ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، د اشغال پای او اسلامي نظام راتګ د الله ج له لوري ولس ته لوی نعمتونه دي او که چېرې خلک له بېکارۍ شکایت کوي د الله ج د دې نعمتونو کفران دی او خدای ج مه کړه په لوی غذاب به اخته شي.

رییس الوزرا په همدې تړاو و ویل« د رزق وعده اسلامي امارت نه، بلکې الله ج خلکو ته ورکړې ده»

دی وايي، که امریکا د افغانستان کنګل کړې پیسې پرېږدي ټولې اقتصادي ستونزې به ورسره حل شي.

ښاغلي حسن اخند خپله اداره ټولشموله وبلله او زیاته یې کړه، په دنیا کې چې څوک انتخابات وګټي هر ګوند خپل د ګوند کسان ټاکي نه د مخالفینو.

ده تېر دولت ټول ګډونه ونه باله او تر ډېره یې د اوسنیو ناخوا پړه پر مخکني دولت او پر ځانګړي ډول په پرځولي ولسمشر محمد اشرف غني ور واچوله.

نوموړي و ویل« پخوانيو حاکمانو ته که نړۍ د متفکرينو القاب ورکړي و خو نظام يې شکولی و, اشرف غني هره د عايداتو اداره جداکړې او ارګ کې يې بانک ورته جوړ کړی و, ددې ستونزې د حل لپاره مو اقتصادي کمېسيون ټاکلی دی.

هغه ادعا وکړه، چې د طالبانو ادارې د ښځو حقونو خوندي کړي او په خبره یې  پر ښځو شرعی علوم فرض دي نورو علومو ته چې وخت وي تر خپل وسه به یې ترلاسه کړي.

‏ښاغلي حسن اخند د روان وضعیت په هکله وايي، هغوی خلکو ته ژمنه کړې وه چې د یوه اسلامي حکومت لپاره مبارزه کوي او پر خپلې دغې ژمنې یې وفا کړې ده.‎

‏رییس الوزرا خپلو چارواکو ته په خطاب کې وویل:تاسو ته شل کاله ولس ځای درکړ، د خپلو خولو ډوډۍ یې درسره نېمې کړې، اوس ستاسو وار دی چې پر دوی شفقت وکړئ او شکر یې ادا کړۍ.»

‏نوموړي زیاته کړې له فتحې سره سم ټولو هغو کسانو ته عمومي عفوه شوې چې شل کاله یې له دوی سره په جګړه کې تېر کړل او خبردری یې ورکړ، چې د خلکو کورونو ته ورتلونکي کسان مجاهدين نه بلکه ټوپکيان دي او زما قاطع امر دی چې خلع سلاح شي.
 
هغه په خپلو خبرو کې ډېر ټینګار د ښځو په حقونو وکړ او ویې ویل چې د دوی حکومت د ښځو حقونه په ځای کړي دي ځکه چې په وینا یې په پخواني حکومت کې ښځې امن نه وې خو اوس هیڅوک ښځو ته په بده سترګه نه شي کتلی.

ده و ویل «د ښځو حقوق خو امارت ورکړل، د ښځو عفت یې خوندي کړ، عزت یې خوندي کړ، ابرو یې ورخوندي کړله، هیڅوک دومره نر په ټول افغانستان کې نه سته چې یوې ښځې ته په بد نظر وګوري.»

ملاحسن اخوند له طالبانو څخه د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو او تعلیم په اړه د نړیوالو غوښتنو ته په اشارې وویل، تعلیم تر یوه حده په افغانستان کې د نجونو لپاره شته او نور به هم که شرایط برابر شول، او موقع برابره وه پراخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي