۰
سهیل شاهین:

د نړیوالو اقتصادي فشارونه به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي

یکشنبه ۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۱
ملګرو ملتونو ته د افغانستان د اسلامي امارت نومول شوی استازی سهیل شاهین خبرداری ورکړی، چې پر افغانستان د نړیوالو اقتصادي فشارونه به ناوړه پایلې ولري.
د نړیوالو اقتصادي فشارونه به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي
ملګرو ملتونو ته د افغانستان د اسلامي امارت نومول شوی استازی سهیل شاهین خبرداری ورکړی، چې پر افغانستان د نړیوالو اقتصادي فشارونه به ناوړه پایلې ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شاهین له یوې اروپايي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ټینګار کړي، چې نړیوال باید خپل اقتصادي فشارونه ژر تر ژره ختم کړي.

نوموړي د بندیزونو د دوام په تړاو نړیوالو ته خبرداری ورکړ، چې که په دې حساسو شرایطو کې د نړۍ اقتصادي فشارونه دوام وکړي دلته به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي.

ښاغلي شاهین ویلي، په افغانستان کې اوسنی ناوړه اقتصادي وضعیت د نړیوالو د فشارونو له امله رامنځ ته شوی چې دا مسئله به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي او خلک به د اقتصادي ستونزو له امله د دوی لیکو ته ور مات شي.

شاهین پر نړیوالو غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپل اقتصادي فشارونه ختم کړي او اجازه دې ورکړي چې افغانان خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او له نړیوالو سره له ښو اړیکو برخمن وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي