۰
ستانکزی د اوسني حکومت مخالفینو ته!

بېرته خپل هېواد ته راشۍ خو د وزارت تمه مه کوۍ

یکشنبه ۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۷
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د اوسني حکومت پر ټولو مخالفینو غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې بېرته خپل وطن ته راشي.
بېرته خپل هېواد ته راشۍ خو د وزارت تمه مه کوۍ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د اوسني حکومت پر ټولو مخالفینو غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې بېرته خپل وطن ته راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي ویلي، دوی د ټولو مخالفینو سره په اړیکه کې دي او ترې غواړي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د تېر حکومت لوړ پوړي چارواکي دې بېرته وطن ته راوګرځي خو د وزارت تمه دې نه کوي.

سیاسي معین وايي، ټول افغانان حق لري په خپل ټاټوبي کې په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړي، چې اسلامي امارت له ټولو هغو پخوانیو چارواکو چې دوی یې په خپل وطن کې له اوسېدو منع کړي وو، بېرته وطن ته د راتلو غوښتنه کوي څو له دوی سره په ګډه دا جګړه ځپلی هېواد اباد کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاډ ورکړی دی چې ډېر ژر به افغانان د یوه ازاد ملت په څېر ځانونه په نړیوال سټېج کې وویني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي