۰
د ستانکزي خبرو ته د مقاومت د جبهې غبرګون:

لومړی سوله غواړو که نه په زور به کابل ته داخل شو

دوشنبه ۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۵
د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو ضد د مقاومت په نوم اعلان شوې جبهې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
لومړی سوله غواړو که نه په زور به کابل ته داخل شو
د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو ضد د مقاومت په نوم اعلان شوې جبهې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي وړمه ورځ په یوه غونډه کې د طالبانو د حکومت پر ټولو مخالفینو غږ وکړ، چې بېرته دې هېواد ته راشي خو د وزارت تمه دې نه لري.

د مقاومت جبهې د ستانکزي دغه خبرو ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دوی لومړی سوله غواړي، خو که د سولې له لارې ونه شي نو په زور به کابل ته ننوزي.

د دغه جبهې ویاند صبغت الله احمدي په یوه مرکه کې ویلي، طالبان که د افغانستان د ناورین حل غواړي، زر باید یوه ټول شموله حکومت جوړیدو او د افغانانو ترڅنګ نړۍ سره تعامل ته غاړه کېږدي.

هغه دغه راز ټینګار وکړ، چې دوی لومړی سوله غواړي، خو که طالبان سولې ته غاړه کېنږدي، دوی به له زور څخه کار واخلي او کابل ته به ستانه شي.

احمدي طالبان وننګول، چې په افغانستان کې دې خپل زور د ټاکنو له لارې وازمایي او معلومه دې کړي، چې څومره خلک دوی غواړي.

طالبانو بیا د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په ټول کې وايي، یاد شوی جریان په فزیکي ډول حضور نه لري او یوازې د نوم یادونه یې په مطبوعاتو کې اوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي