جنوبي کوریا د افغانستان کې په روان بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او له دغه هېواد سره یې د ۳۲ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی هڅه کوي د انسانانو د ژغورنې لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
سرچینې زیاته کړې، چې دوی د خوړو نړیوال پروګرام ته په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي په موخه ۳۲ میلیونه ډالر ورکوي.
په جنوبي کوریا کې افغان سفیر د دغه هېواد له مرستو مننه کړې ده او ټینګار کوي چې له دغه هېواد د لا ډېرو مرستو د جذب لپاره هڅه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل