۰

سعودي عربستان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه جوړوي

سی شنبه ۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۳
سعودي عربستان د اسلامي همکاریو له نړیوال سازمان غوښتي چې د افغانستان په اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.
سعودي عربستان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه جوړوي
سعودي عربستان د اسلامي همکاریو له نړیوال سازمان غوښتي چې د افغانستان په اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عرب نیوز د عربي چارواکو له قوله ویلي، دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات او سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې ژر تر ژره له افغانانو سره د اسلامي هېوادونو په مرسته بشردوستانه همکارۍ وشي.

سعودي عربستان ویلي، دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت غوښتونکي دي او تمه لري چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان غړي هېوادونه هم په دې اړه ټینګار وکړي او طا لبان وهڅوي چې په افغانستان کې له ټولو اړخونو یو جوړ شوی پیاوړی حکومت رامنځ ته کړي.

دغه هېواد وايي، دوی په خپل وار له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته تیار دي او له غړو هېوادونو هم د مرستو او همکاریو غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي