۰

کونړ کې د مخکني حکومت یو قاضي وژل شوی دی

سی شنبه ۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۰
سیمه ییزې سرچینې وايي، کونړ ولایت کې د مخکني حکومت یو قاضي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
کونړ کې د مخکني حکومت یو قاضي وژل شوی دی
سیمه ییزې سرچینې وايي، کونړ ولایت کې د مخکني حکومت یو قاضي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وژل شوی قاضي عبدلواحد صاحبزاده نومېږي او د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ پخوانی قاضي وو.

سرچینې وايي، قاضي عبدلواحد صاحبزاده پرون دوشنبې د لیندۍ ۸ مه ماښام مهال وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا صاحبزاده د ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته کور ته روان و، چې پر لار نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.
 
تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
 
طالبانو هم تر اوسه په دې ړه نظر نه دی ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي