۰

ننګرهار کې درې داعشیان وژل شوي او د هدفي وژنو مسوول یې نیول شوی

سی شنبه ۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۱۷
سیمه ییز استخباراتي چارواکي وايي، ننګرهار کې د داعش درې غړي وژل شوي او د هدفي وژنو د مسوول په ګډون یې دوه نور ټپیان او نیول شوي دي.
ننګرهار کې درې داعشیان وژل شوي او د هدفي وژنو مسوول یې نیول شوی
سیمه ییز استخباراتي چارواکي وايي، ننګرهار کې د داعش درې غړي وژل شوي او د هدفي وژنو د مسوول په ګډون یې دوه نور ټپیان او نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو او داعش تر منځ دغه نښته تېره شپه وروسته له هغې شوې، چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو د جلال آباد ښار لومړۍ ناحیې زنګويي سیمه کې د داعش پر یوه مرکز چاپه ووهله.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي طاهر مبارز وايي، ځانګړو ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په زنګويي سیمه کې د داعش ډلې د هدفي وژنو د مسؤل قاري عطاء الرحمن پر کور عملیات وکړل.

ښاغلی مبارزی وایي، په دغه عملیاتو کې درې داعشیان وژل شوي او د قاري عطاو الرحمن په ګډون دوه تنه داعشیان په ټپي حالت کې نیول شوي دي.
 
نوموړی وايي، په وژل شویو داعشیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده، چې ځان پورې یې تړلو چاوېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوې ده.
 
 
د مولوي مبارز د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی او یوازې د دوی دوه طالب وسله وال برسېرن ټپيان شوي دي.
 
د پېښې عینې شاهدانو چې هلته شااوخوا کورونه لري ویلي چې لږ تر لږه څلور ساعته یې د سپکو او درنو چاودونو غږونه اورېدلي، خو د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
 
دوی همدا شان ویلي چې شااوخوا کورونو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي