هند او اروپايي ټولنې پر افغانستان خبرې کړې دي

11 قوس 1400 ساعت 9:54

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هارش واردان شرینګلا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاس سره لیدلي دي.


د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هارش واردان شرینګلا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاس سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په اړه مهمې خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا په دې لیدنه کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې د هند او اروپايي ټولنې تر منځ به د افغانستان په اړه همغږي دوام وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 145236

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/145236/

جمهور
  http://jomhornews.com