د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هارش واردان شرینګلا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاس سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په اړه مهمې خبرې کړې دي.
د نوموړي په وینا په دې لیدنه کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې د هند او اروپايي ټولنې تر منځ به د افغانستان په اړه همغږي دوام وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل