د افغانستان په اړه د ناټو د مشر څرګندونې:

راتلونکې ناټو باید دا یقیني کړي، چې د روزنې هڅې یې د ځواکونو په پښو درېدو لپاره وي

11 قوس 1400 ساعت 9:59

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، راتلونکې کې ناټو دا باید یقیني کړي، چې روزنې هڅې یې د دې لپاره وي، چې ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.


د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، راتلونکې کې ناټو دا باید یقیني کړي، چې روزنې هڅې یې د دې لپاره وي، چې ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۰ مه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، ناټو ناټو په افغانستان کې ځکه د کړکېچ قرباني شو چې نړیوالې ټولنې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خپل هدف په تېرو دوو لسیزو کې د دغه هېواد په بیارغونې بدل کړ.

د ناټو سرمشني زیاته کړه« دا لوی هدف لا سخت ثابت شو، نو موږ باید یقیني کړو چې زموږ د هدف کچه ریالستیکه وي.»

د هغه په وینا افغان امنیتي ځواکونه د نړیوالو له کلونو ملاتړ سره سره د فساد، کمزوري مشرتابه او پر خپلو پښو نه‌ درېدو له کبله له ستونزو سره مخامخ شول.

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي دا هم و ویل، په راتلونکي کې ناټو باید دا یقیني کړي چې د روزنې هڅې یې د دې لپاره وي چې ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145237

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145237/

جمهور
  https://www.jomhornews.com