د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، راتلونکې کې ناټو دا باید یقیني کړي، چې روزنې هڅې یې د دې لپاره وي، چې ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۰ مه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته دا څرګندونې کړې دي.
نوموړي ویلي، ناټو ناټو په افغانستان کې ځکه د کړکېچ قرباني شو چې نړیوالې ټولنې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خپل هدف په تېرو دوو لسیزو کې د دغه هېواد په بیارغونې بدل کړ.
د ناټو سرمشني زیاته کړه« دا لوی هدف لا سخت ثابت شو، نو موږ باید یقیني کړو چې زموږ د هدف کچه ریالستیکه وي.»
د هغه په وینا افغان امنیتي ځواکونه د نړیوالو له کلونو ملاتړ سره سره د فساد، کمزوري مشرتابه او پر خپلو پښو نه درېدو له کبله له ستونزو سره مخامخ شول.
په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي دا هم و ویل، په راتلونکي کې ناټو باید دا یقیني کړي چې د روزنې هڅې یې د دې لپاره وي چې ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل