۰

ننګرهار: د واده موټر له ونې سره ټکر شوی، ۹ تنه په کې وژل شوي

یکشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۳
ننګرهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.
ننګرهار: د واده موټر له ونې سره ټکر شوی، ۹ تنه په کې وژل شوي
ننګرهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د لیندۍ ۱۳ مه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په سپین خوړ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، د واده د ورا یو موټر غوښتل له بل موټر نه مخکې شي، چې د ونې سره یې ټکر وکړ او پېښه رامنځ ته شوه.

د دوی په وینا په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.

عیني شاهدان وايي، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه د ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي