۰
اسلامي امارت:

که چا د عفوې له فرمان څخه سرغړونه وکړه، مجازات به شي

دوشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۵
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا د عفوې فرمان پر عملي کېدو ټینګار کړی وايي، که چا له دغه فرمانه سرغړونه وکړه، مجازات به شي.
که چا د عفوې له فرمان څخه سرغړونه وکړه، مجازات به شي
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا د عفوې فرمان پر عملي کېدو ټینګار کړی وايي، که چا له دغه فرمانه سرغړونه وکړه، مجازات به شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه له هغې وروسته ورکړه، چې د امریکا په ګډون ۲۲ لوېدیځو هېوادونو د څاروونکو بسټونو د ادعا شویو راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې د مخکني حکومت د غړو او امنیتی ځواکونو په ترور او وژنو خواشني وښوده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تازه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړي، چې دوی د عفوې د فرمان پلي کولو ته پوره ژمن دي او د مخکني نظام کارکوونکي د پخواني مخالفت له امله نه ځورول کېږي.

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوي، چې که د طالبانو اسلامي امارت هر غړی د بخښنې له فرمان څخه سرغړونه کوي قانوني چلند ورسره کېږي او مجازات کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په دې هم ټینګار شوی، چې ‏د پېښو کلکه پلټنه کېږي؛ خو بې ثبوته شایعات د اعتبار وړ نه دي.

د کورنيو چارو وزارت هم پرون د بشري حقونو د څار ډلې راپور ته غبرګون وښوده او دا راپورونه یې بې بنسټه وبلل.

د یاد وزارت ویاند قاري سعید خوستی وایي، د بشري حقونو د څار ډلې چې کوم راپور ورکړی ناسم دی او په وینا یې که دوی اسناد لري نو د اسلامي امارت سره یې د شریک کړي تر څو یې په اړه اقدامات وشي.

بل خوا د طالبانو لیکو د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطف الله حکیمي هم د بشري حقونو د څار ډلې راپور ناسم وباله او زیاته یې کړه، که چېرې دغه ډول پېښې شوې هم وي ښايي د شخصي دښمنیو له امله شوې وې نه دا چې د امارات غړو د څوک له کوره ایستلي او وژلي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي