د ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره مرستو پر دوام او تنظیم خبرې او ټینګار یې کړی، چې له دغه هېواد سره باید مرستې وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر مولود چاوش اغلو او محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۴ مه دوحه کې سره کتلي او د نورو موضوعاتو تر څنګ یې په افغانستان هم خبرې کړې دي.
دواړو له ناستو وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې له افغانستان سره د ترکیې او قطر د مرستو پر دوام ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړي، چې د دوی بشردوستانه مرستې به دوام ولري.
همدارنګه دواړو لورو پر دې هم هوکړه کړې چې څنګه وکولی شي افغانستان ته مرستې ورسوي او د مرستو په تنظمولو او جلبولو لاس پورې کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ده له خپل متحد هېواد ترکیې سره د کابل هوايي ډګر پر امنیت او بشپړ فعالېدو هم خبرې کړې دي.
محمد بن آل ثاني زیاته کړې، د افغانستان له نوي حکومت سره هم په دوامداره توګه په اړیکه کې دي، څو وکړی شي هوايي ډګر فعال کړي او تعاملاتو ته زمینه برابره کړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل