رافایل مارشال:

برېتانیا د تخلیې ماموریت لپاره واضح پلان نه درلود

16 قوس 1400 ساعت 12:22

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي رافایل مارشال وايي، برېتانیا له افغانستان د تخلیې ماموریت لپاره واضح پلان نه درلود.


د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي رافایل مارشال وايي، برېتانیا له افغانستان د تخلیې ماموریت لپاره واضح پلان نه درلود.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رافایل ټینګار کړی، چې برېتانیا له خطر سره مخ افغانانو په ایستلو کې لټي کوله او اقدامات یې اغېزناک نه وو.

نوموړي ویلي، د برېټانیا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب هم د افغانانو د ایستلو لپاره واضح پلان نه درلود او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د بحراني برخې کارکوونکي هم خورا کم وو.

رافایل د برېټانیا پارلمان ته ویلي، له خطر سره د مخ افغانانو له ډلې برېټانیا ان د پنځه سلنې کسانو په ایستلو هم نه ده بریالۍ شوې او په دې برخه کې یې لټي کړې ده.

د هغه په وینا بهرنیو چارو وزارت په واضح توګه د افغانستان مسئله نه درک کوله او نه یې هم کوم پلان درلود.

دغه پخواني برېتانوي چارواکی په دې باور دی چې لا هم برېټانیا له خطر سره د مخ افغانانو په اړه واضح تګلاره نه لري او دا چاره یې د اندېښنې وړ ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145410

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145410/

جمهور
  https://www.jomhornews.com