۰
د افغانستان بانک:

ډېر ژر به د بانکي نظام وضعیت ښه او اسعاري اړتیاوې حل شي

سی شنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۲۷
په داسې حال کې، چې د امریکایي ډالر پر وړاندې افغانۍ په بې ساري ډول ټیټه شوې د افغانستان بانک ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به د بانکي نظام وضعیت ښه او اسعاري اړتیاوې به حل شي.
ډېر ژر به د بانکي نظام وضعیت ښه او اسعاري اړتیاوې حل شي
په داسې حال کې، چې د امریکایي ډالر پر وړاندې افغانۍ په بې ساري ډول ټیټه شوې د افغانستان بانک ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به د بانکي نظام وضعیت ښه او اسعاري اړتیاوې به حل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بانک ویلي، چې هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې یې نن سه شنبې د لیندۍ ۱۶ مه د بشري مرستو دویمه ګڅوړه هم تر لاسه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، دویمه کڅوړه هم راورسېده چې له هوايي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک (AIB) د هغي د لېږد زمینه د افغانستان بانک لخوا برابره شوې وه.

دغه بانک ویلي«د افغانستان بانک د اصولي لارو د اسانه کولو لپاره چې د هېوادوالو د بې وزلۍ او ناچارۍ د مخنیوي لامل کېږي، تل هڅه کړې او له دې لارې هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد د بانکي نظام وضعیت به ښه او اسعاري اړتیاوې به ژر تر ژره حل شي.»

‏د یادونې ده، چې تېره اوونۍ هم د مرستې یوه کڅوړه د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته سپارل شوې او په وينا يې دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

د مرستو دا کڅوړې د افغانستان له هغه پیسو څخه دي، چې نړیوال بانک او امریکا کنګل کړې دي.

د افغانستان بانک د بانکي نظام د وضعیت ښه کېدو او اسعاري اړتیاو د پوره کېدو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې نن د ډالر پر وړاندې افغانۍ په بې ساري ډول ټیټه شوې ده.

د شهزاد سرای د نن سه شنبې لیندۍ ۱۶ مې د معلوماتو پر اساس نن یو امریکايي ډالر د ۱۰۱ افغانۍ سره تبادله کېده.

د یاد سرای د صرافانو ټولنه د ډالر د لوېدو لامل په بانکونو کې د پیسو نشتوالی او د عام خلکو له خوا د ډالر زیات پېر بولي.

دوی وایي، وړاندې به اوونۍ کې حکومت له ۷۰ تر ۸۰ میلیون پورې ډالر بازار ته وړاندې کول خو اوس به بانکونو کې پیسې نشته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي