۰
د بشري حقونو د څار:

تر چې طالبانو د نړیوالو غوښتنې نه وي منلې په رسمیت به ونه پېژندل شي

چهارشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۰
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، تر هغو چې طالبانو د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه وي منلې، په رسمیت به ونه پېژندل شي.
تر چې طالبانو د نړیوالو غوښتنې نه وي منلې په رسمیت به ونه پېژندل شي
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، تر هغو چې طالبانو د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه وي منلې، په رسمیت به ونه پېژندل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د یاد سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې هیډر بار له آزادۍ رادیو سره په یوه مرکه کې کړې دي.

مېرمن بار دا څرګندونې وروسته له هغې کړې ملګرو ملتونو په دغه سازمان کې د افغانستان پر څوکۍ مخکني استازي غلام محمد اسحاق زی پرېښود خو طالبانو ترې وغوښتل، چې پر دې موضوع له سره غور وکړي.

په همدې تړاو د بشري حقونو د څار سازمان دغه چاروکې وايي، طالبان به تر هغو د یوه قانوني حکومت په توګه په رسمیت ونه پېژندل شي چې دوی له بشري حقونو جدي سرغړونو ته دوام ورکوي.

نوموړې له زده کړو او کار څخه د نجونو او ښځو بندول، د رسنیو غلي کېدل، بې محاکمو وژنې هغه څه وبلل، چې طالبان له دې راګرځوي چې هغه مشروعیت ترلاسه کړي چې دوی یې غواړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې له دې یې په وار وار ټینګار کړی، چې دوی د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي او نړیوال هسې پلمې لټوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي