روان کال تر اوسه ۱۸۲ زره افغانان پاکستان ته ورغلي دي

17 قوس 1400 ساعت 9:09

د پاکستان د کورنیو چارو شیخ رشید احمد وايي، روان کال تر اوسه پورې کابو ۱۸۲ زره افغانان د دوی هېواد ته ورغلي دي.


د پاکستان د کورنیو چارو شیخ رشید احمد وايي، روان کال تر اوسه پورې کابو ۱۸۲ زره افغانان د دوی هېواد ته ورغلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، له هغې وروسته چې پاکستان د وېزې ورکړه انلاین کړې دغه شمېر افغانان د وېزې له لارې پاکستان ته ورغلي دي.

د هغه په وینا له دې ډلې ۱۲ زره کسان د پاکستان له لارې بهرنیو هېوادونو ته تللي، له ۴۰ تر ۵۰ زره پورې د ملګرو ملتونو له لارې په بېلو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې او ځینې یې بیا پاکستان کې مېشت شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې دوی د وېزې ورکړه نوره هم اسانه کوي او په دې لټه کې دي چې وکړی شي د افغانانو ستونزې حل کړي او د ډېرې ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145446

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145446/

جمهور
  https://www.jomhornews.com