د پاکستان د کورنیو چارو شیخ رشید احمد وايي، روان کال تر اوسه پورې کابو ۱۸۲ زره افغانان د دوی هېواد ته ورغلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، له هغې وروسته چې پاکستان د وېزې ورکړه انلاین کړې دغه شمېر افغانان د وېزې له لارې پاکستان ته ورغلي دي.
د هغه په وینا له دې ډلې ۱۲ زره کسان د پاکستان له لارې بهرنیو هېوادونو ته تللي، له ۴۰ تر ۵۰ زره پورې د ملګرو ملتونو له لارې په بېلو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې او ځینې یې بیا پاکستان کې مېشت شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې دوی د وېزې ورکړه نوره هم اسانه کوي او په دې لټه کې دي چې وکړی شي د افغانانو ستونزې حل کړي او د ډېرې ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل