۰

ټرمپ ملا برادر ته ګواښ کړی و، چې ټولی کلی یې بمباروي

چهارشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۳
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر ته ګواښ کړی و، چې ټول کلی یې بمباروي.
ټرمپ ملا برادر ته ګواښ کړی و، چې ټولی کلی یې بمباروي
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر ته ګواښ کړی و، چې ټول کلی یې بمباروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ټرمپ د ماموریت په اړه د یوه کتاب لیکوال چې تر ډېره حکومتي ادارو ته نېږدې پاتې شوی او د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشر وو کړې دي.

نوموړي ویلي، ټرمپ هغه مهال ملا برادر ته ګواښ کړی و، چې پر ټول کلي به یې هوايي بریدونه وکړي.
.
د راپورونو له مخې هغه مهال چې په ۲۰۲۰ز کال کې ټرمپ له ملا برادر سره ټلیفوني مکالمه لرله، نو نوموړي ته یې ویلي وو چې که پر ژمنو عمل ونه کړي او د ده له لاسه کوم امریکايي عسکر ته زیان ورسېږي، نو د ملا برادر پر ټول کلي به هوایي برید وکړي.

ټرمپ همدا راز ټینګار کړی و، چې د ملا برادر کلی ور معلوم دی.

خو د بشري حقونو څارونکي د ټرمپ دا کار له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه او بشري جنایت بولي.

دوی وایي، د ملکیانو پر یوه کلي د بمبار ګواښ او له دې کلیمو د فشار په توګه استفاده کول غیر انساني عمل او بشر ضد جنایت دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي