د هند د پوځ د مشر بپین راوت لېږدونکې چورلکه لوېدلې ده

17 قوس 1400 ساعت 13:43

هندي رسنیو راپور ورکړي، چې د هند د هوايي ځواک یوې (IAF Mi-17V5) هلیکوپټرې سقوط کړی دی.


هندي رسنیو راپور ورکړي، چې د هند د هوايي ځواک یوې (IAF Mi-17V5) هلیکوپټرې سقوط کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چورلکه نن چهارشنبه د لېندۍ ۱۷ د تامیل نادو کونورسیمه کې لوېدلې ده.

د هند هوايي ځواک ویلي، په یاده چورلکه کې د دغه هېواد لوی جنرال درستیز بپین راوت او ۱۴ تنه نور کسان سپاره و.

د سرچینې په وینا د پېښې د څېړلو په اړه سیمې ته پلاوی رسېدلی دی.

خو دایې نه دي ویلي چې په دغه پېښه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې او که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145463

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145463/

جمهور
  https://www.jomhornews.com