۰

د هند د پوځ د مشر بپین راوت لېږدونکې چورلکه لوېدلې ده

چهارشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۳
هندي رسنیو راپور ورکړي، چې د هند د هوايي ځواک یوې (IAF Mi-17V5) هلیکوپټرې سقوط کړی دی.
د هند د پوځ د مشر بپین راوت لېږدونکې چورلکه لوېدلې ده
هندي رسنیو راپور ورکړي، چې د هند د هوايي ځواک یوې (IAF Mi-17V5) هلیکوپټرې سقوط کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چورلکه نن چهارشنبه د لېندۍ ۱۷ د تامیل نادو کونورسیمه کې لوېدلې ده.

د هند هوايي ځواک ویلي، په یاده چورلکه کې د دغه هېواد لوی جنرال درستیز بپین راوت او ۱۴ تنه نور کسان سپاره و.

د سرچینې په وینا د پېښې د څېړلو په اړه سیمې ته پلاوی رسېدلی دی.

خو دایې نه دي ویلي چې په دغه پېښه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې او که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي