۰

سېف دې چلډرن: نړیوال دې د افغانستان په اړه خپلې تګلارې نرمې کړي

شنبی ۲۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۱
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا سېف دې چلډرن پر نړیوالو غږ کړي، چې د افغانستان په اړه خپلې تګلارې بدلې او نرمې کړي.
سېف دې چلډرن: نړیوال دې د افغانستان په اړه خپلې تګلارې نرمې کړي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا سېف دې چلډرن پر نړیوالو غږ کړي، چې د افغانستان په اړه خپلې تګلارې بدلې او نرمې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، نړیوال دې اجازه ورکړي، چې په افغانستان کې ماشومانو ته بېړنۍ بشردوستانه مرستې ورسېږي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې مسوول کریستیانو مارټون وايي، په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له مرستو بې برخې شوي دي او غذایي بحران د میلیونو ماشومانو او زلمیو ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ کړی دی.

سېف دې چلډرن په یوې اعلامیه کې ویلي، که له افغان ماشومانو سره بېړنۍ مرستې ونه شي د ژمي تر اخره به ښایي تر پنځه کلنۍ پورې څه باندې درې میلیونه کوچنیان په سخته خوارځواکۍ اخته شي.

د یادونې ده، چې د ماشومانو د ملاتړ ادارې  روانه اوونۍ له نړیوالو د افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره د دوه میلیارډه امریکایي ډالرو د مرستې د چمتو کولو غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي