۰

کام ایر شرکت ازبکستان ته هم الوتنې پیلوي

شنبی ۲۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۲
کام ایر هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل او تاشکند تر منځ الوتنې به د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ بیا پیل کړي.
کام ایر شرکت ازبکستان ته هم الوتنې پیلوي
کام ایر هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل او تاشکند تر منځ الوتنې به د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ بیا پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ازبیکستان کې د کام ایر شرکت دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، په اوونۍ کې دوه الوتنې به له کابله - تاشکند ته او له تاشکنده - کابل ته کېږي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې د دې الوتنو لپاره د شنبې او سې شنبې ورځې په پام کې نیول شوي دي.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط مخکې هم کام ایر تاشکند ته په اوونۍ کې دوه الوتنې درلودې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي