۹۴ تنه سکهان او هندوان له افغانستانه هند ته لېږدول شوي

20 قوس 1400 ساعت 9:58

هندي رسنیو راپورو روکړي، چې له افغانستان د لسو هندي وګړو په ګډون ۹۴ تنه سک او هندو افغانان هند ته رسېدلي دي.


هندي رسنیو راپورو روکړي، چې له افغانستان د لسو هندي وګړو په ګډون ۹۴ تنه سک او هندو افغانان هند ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند یوه ویاند ارېندَم باګچي ویلي چې پرون د لیندۍ په ۱۹مه نېټه د کام ایر هوايي شرکت په یوه چارتر الوتنه کې له افغانستانه ۱۰۴ کسان نوې ډېلي ته ورسېدل.

د ښاغلي باګچي په وینا لس هندي وګړي او د سکهانو او هندوانو په ګډون ۹۴ تنه افغانان په دې ډله کې شامل وو.

ویل شوي چې په دې ډله کې نهه ماشومان او درې تنه نوي زېږیدلي کوچنیان هم وو.

په افغانستان کې د هندوانو او سکهانو د امنیت په اړه له دې مخکې اندېښنې څرګندې شوې دي، خو طالبان وايي چې د اقلیتونو حقوقو ته درناوی کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145539

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145539/

جمهور
  https://www.jomhornews.com