امریکايي سناتوران له عمران خان سره پر افغانستان غږېدلي دي

21 قوس 1400 ساعت 12:30

یو شمېر امریکايي سناتوران پاکستان ته تللي او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره یې پر افغانستان خبرې کړې دي.


یو شمېر امریکايي سناتوران پاکستان ته تللي او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره یې پر افغانستان خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عمران خان دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، خان پرون شنبې د لیندۍ ۲۰ مه اسلام آباد کې د امریکايي سناتورانو انګس کېنګ، ریچارد بر، جان کورنېن او بنجامین ساسي سره کتلي دي.

په اعلامیه کې د امریکایي سناتورانو له قوله ویل شوي، چې دوی له افغانستان د خلکو په را ایستلو په بهیر کې د پاکستان هڅې ستایي.

سرچینه وايي، عمران خان امریکايي سناتورانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید د مرستو لپاره هره ممکنه لار وکارول شي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، له امریکایي سناتورانو سره په لیدنه کې د خان د جمو او کشمیر په مسئله هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145590

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com