۰

امریکايي سناتوران له عمران خان سره پر افغانستان غږېدلي دي

یکشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۰
یو شمېر امریکايي سناتوران پاکستان ته تللي او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره یې پر افغانستان خبرې کړې دي.
امریکايي سناتوران له عمران خان سره پر افغانستان غږېدلي دي
یو شمېر امریکايي سناتوران پاکستان ته تللي او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره یې پر افغانستان خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عمران خان دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، خان پرون شنبې د لیندۍ ۲۰ مه اسلام آباد کې د امریکايي سناتورانو انګس کېنګ، ریچارد بر، جان کورنېن او بنجامین ساسي سره کتلي دي.

په اعلامیه کې د امریکایي سناتورانو له قوله ویل شوي، چې دوی له افغانستان د خلکو په را ایستلو په بهیر کې د پاکستان هڅې ستایي.

سرچینه وايي، عمران خان امریکايي سناتورانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید د مرستو لپاره هره ممکنه لار وکارول شي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، له امریکایي سناتورانو سره په لیدنه کې د خان د جمو او کشمیر په مسئله هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي