پروان: په ترافیکي پېښه کې ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

22 قوس 1400 ساعت 8:12

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې د یوې رنجر موټر د چپه کېدو له امله ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې د یوې رنجر موټر د چپه کېدو له امله ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۱ مه د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر اول ګل حق پرست وايي، پېښه د یوه رنجر موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې، چې په کې سپاره پنځه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

حق پرست په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 145614

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145614/

جمهور
  https://www.jomhornews.com