د افغانستان بانک: هڅو کوو د افغانۍ ارزښت ثابت وساتو

22 قوس 1400 ساعت 8:28

د افغانستان بانک وایي، د نړیوال بانک له خوا افغانستان ته د مرستې درېیمه ډالري کڅوره هم رسېدلې ده.


د افغانستان بانک وایي، د نړیوال بانک له خوا افغانستان ته د مرستې درېیمه ډالري کڅوره هم رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینه زیاتوي، چې د مرستو په دې کڅوره کړې ۱۹.۲ میلیون امریکايي ډالر دي، چې بازار ته په عرضې سره به د ډالرو پر وړاندې د افغانستان ارزښت په ثبات کې مرسته وکړي.

د بانک په وینا دوی هڅه کوي د هېوادوالو د بېوزلۍ او ناچارۍ مخنیوي لپاره له اصولي او اسانه لارو چارو کار واخلي.

د افغانستان بانک ډاډ ورکړی دی چې د هېواد د بانکي نظام وضعیت به ښه او اسعاري اړتیاوې به ژر تر ژره حل شي.

د افغانستان بانک پر داسې مهال پر دې کمو پیسو د اسعاري اړتیاو د ژر ښه کېدو خبر ورکوي، چې د مخکني حکومت پر مهال په اونۍ کې له ۷۰ تر ۸۰ میلیون ډالرو پورې د افغانۍ د ثابت ساتلو لپاره بازار ته ارزه کېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145615

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145615/

جمهور
  https://www.jomhornews.com