قطر او امریکا پر افغانستان خبرې کړې دي

22 قوس 1400 ساعت 8:32

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره پر افغانستان خبرې اترې کړې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره پر افغانستان خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه خبرې پر تلېفون شوې او دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې بحثونه کړي او د بشري مرستو پر رسولو یې ټینګار کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ویلي، دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې په دغه هېواد کې د دایمي ثبات لپاره هڅې وکړي.

د یادونې ده، چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145616

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145616/

جمهور
  https://www.jomhornews.com