امریکا ۹۰۰ امریکايي اتباع او دایمي اوسېدونکي له افغانستانه ایستلي دي

23 قوس 1400 ساعت 9:26

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اګست میاشتې له ۳۱ مې یې تر اوسه پورې ۹۰۰ تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اګست میاشتې له ۳۱ مې یې تر اوسه پورې ۹۰۰ تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دغې ډلې ۴۷۹ یې امریکايي اتباع او ۴۵۰ یې دایمي اوسېدونکي او د هغوی د کورنیو غړي دي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، وزارت لا هم له لسګونو امریکایانو سره په تماس کې دی چې غواړي له هېواده ووځي او د سفر اسناد لري.

د یادونې ده، چې امریکا د اګسټ په میاشت کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه او څه باندې ۱۲۴ زره کسان یې وایستل چې لویه برخه یې د امریکایي پوځیانو افغان همکاران او د هغوی کورنۍ وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145669

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145669/

جمهور
  https://www.jomhornews.com