پکتیا کې یوه ځوان ځان موټر ته اچولی او وژلی یې دی

24 قوس 1400 ساعت 7:55

عیني شاهدان وايي، پکتیا ولایت کې یو ځان د بې کارۍ او فقر له امله ځان باروړونکي موټر لاندې غورځولی او وژلی دی.


عیني شاهدان وايي، پکتیا ولایت کې یو ځان د بې کارۍ او فقر له امله ځان باروړونکي موټر لاندې غورځولی او وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۳ مه د مرکز ګردېز ښار د رحیم ګردېزي څلور لاري سره رامنځ ته شوې ده.

د عیني شاهدانو په وینا دغه ځوان ۳۵ کاله عمر درلود او د سختې بېکارۍ او لوږې له امله یې ځان ټېلر موټر ته غورځولی او وژلی دي.

تر اوسه د دغه کس د هویت په اړه معلومات نشته او ځايي چارواکو هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 


د مطلب کود: 145699

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145699/

جمهور
  https://www.jomhornews.com