ایران: په ترافیکي پېښه کې ۱۱ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

24 قوس 1400 ساعت 8:29

راپورونه وايي، ایران کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۱۱ تنه افغان مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وايي، ایران کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۱۱ تنه افغان مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۳ مه د ایران په یزد ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې مسافر وړونکي موټر له بل لارۍ موټر سره ټکر وکړ.

د یزد ځايي چارواکو ویلي، په دغه پېښه کې ۶ افغانان وژل شوي، چې یوه په کې ښځه ده او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د ځايي روغتیايي چارواکو په وینا د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145706

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145706/

جمهور
  https://www.jomhornews.com